توسند: موصل کې هوايي حمله کې ائتلافي ځواکونو رول درلود

په عراق کې د امریکا لوړ رتبه قوماندان وايي، پر موصل په هغه هوايي حمله کې چې ډېر خلک پکې ووژل شول، ښايي د امریکا په مشرۍ ائتلاف لاس لري.

امریکايي چارواکو منلې وه چې د مارچ په اولسمه، د عراق په موصل ښار کې د ائتلافي ځواکونو په هوايي حمله کې چې ۱۵۰ تنه ووژل شول، ائتلافي قواوو لاس درلود خو په وژل شویو کسانو کې یې د ملکي وګړو شتوالی نه وو تائید کړی.

د امریکايي قواوو یوه قوماندان جنرال سټیفن توسند پرون د امریکا په دفاع وزارت «پنټاګون» کې خبري غونډې ته وویل چې د ابتدايي څېړون پر اساس څرګندېږي چې ائتلافي ځواکونو رول پکې درلود.

خو هغه د عفوې د نړیوال سازمان دا ادعا رد کړه چې د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوو په موصل کې د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې یا داعش پر ضد د جګړې له شدت سره، هغه امنیتي تدابیر سست کړي چې د ملکي خلکو د امنیت لپاره پلان شوي دي.

ملګرو ملتونو پرون وویل چې په وروستۍ یوه میاشت کې چې په موصل کې پوځي عملیات وشدت موندلی، لږترلږه ۳۰۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.