د امریکا سنا ناټو سره د مونتي نېګرو یوځای کېدو پلان تائید کړ

د امریکا سنا له ناټو تړون سره د مونتي نېګرو د یوځای کېدو پلان ته مثبته رایه ورکړه.

دا ګام به روسیه لا په قهر کړي.

امریکايي سناتورانو پرون رایې ګیري وکړه او په ۹۷ موافقو رايیو یې په ناټو کې چې ۲۸ غړي لري، د مونتې نېګرو له ګډونه ملاتړ وکړ.

سره له دې چې د ناټو دوه عمده غړي، هسپانیه او هالنډ هم باید په دې اړه راېې واخلي، د امریکا د سنا پرونۍ پرېکړه مهمه ده.

مسکو تر دې مخکې په ناټو کې د غړیتوب لپاره د مونتې نېګرو له هڅو سره مخالفت کړې و.