فیونا هېل سپینې ماڼۍ کې د روسیې د برخې مشره ټاکل کېږي

واشنګټن پوسټ وايي، د روسیې د چارو ماهره او د هغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین د فعالیتونو څارونکې فیونا هېل به د سپینې ماڼۍ په ملي امنیت شورا کې د اروپا او روسیې د برخې مشره وټاکل شي.

دا خبر پرون د واشنکټن پوسټ په رپوټ کې د پټې سرچینې په حواله خپور شوی او سپینې ماڼۍ یې په اړه نظر نه دی څرګند کړی.

امریکايي مطبوعاتو د مارچ مياشتې په پېل کې هم ویلي و چې ولسمشر دونالډ ټرمپ د هېل د ټاګلو پلان لري خو دا خبر نه و تائید شوی.

فیونا هېل اوسمهال، د واشنګټن په بروکنګز انستیتیوت کې د لويې څارونکې په توګه کار کوي.