ابراهیمي: د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات دې وشي

د افغانستان د ولسي جرګې ریئس وایي، حکومت باید ژر تر ژره د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات ترسره کړي.

د دغې جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي د نن ورځې په ناسته کې ټينګار وکړ چې حکومت باید د انتخاباتو په ترسره کولو کې نور ځنډ ونه کړي.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"د قانون په اساس هر څومره ژر چې امکان لري باید انتخابات ترسره شي، حکومت باید تر دې ډېر د انتخاباتو په ترسره کولو کې ځنډ ونه کړي دا د افغانستان د ولسي جرګې روښانه دریځ دی."

تر دې وړاندې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ویلي،احتمال شته چې د ولسي جرګې او د ولسواليو شوراګانو انتخابات په ١٣٩٦ لمريزکال کې هم ترسره نه شي.

د قانون له مخي د ولسي جرګې انتخابات بايد د ١٣٩۴ لمریز کال په پسرلي کې ترسره شوي واى، خو دغه انتخابات وځنډېدل او ولسمشر د ولسي جرګې د کار د دوام فرمان ورکړ.