کابل کې د کرنې د ودې په نوم یو ورځنی کنفرانس جوړ شو

په کابل کې د سوداګرې او صنایعو خونې، د نړیوالو متشبیثینو د هڅونې ادارې «سایډ» او د کابل پوهنتون د څېړنو د مرکز په همکارۍ د کرنې د ودې او انکشاف په نوم یو ورځنی کنفرانس جوړ شو.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه کنفرانس کې د کرنې په برخه کې د لاسته راوړنو، ستونزو او فرصتونو په اړه خبرې وشوې.

پسرلی د کرنې د سکټور د زیانمنېدو علت ترانزیتي ستونزې، د سړو خونو نشتوالی او نا امنۍ بولي.