د ننګرهار سیمه ییز چارواکي له حکومت او خلکو نه غواړي چی کورنیو تولیداتو ته بازار پیدا کړي.
د ننګرهار والي ګلاب منګل نن په جلال اباد ښار کې د یوه نندارتون د پرانیستلو پرمهال وویل چې کورني تولیدات ښه کیفیت لري او باید په هېواد کې ورنه ګټه واخیستل شي.
د کورنیو تولیداتو په دغه درې ورځني نندارتون کی محصولات په څه باندې سلو غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي.
له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له خلکو غوښتي چی له کورنیو تولیداتو څخه ډېره استفاده وکړي.