د افغانستان د شفافیت د څارنې سازمان وایي، د کانونو په برخه کې د لازمې رهبرۍ نشتوالي د کانونو غېر قانوني کېندنو ته لاره هواره کړې.
د دغه سازمان یوه مسؤل ناصر تیموري نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې په دې برخه کې اړینو اصلاحاتو او د اړوندو ادارو ترمنځ بشپړې همغږۍ ته اړتیا ده.
د افغانستان د کانونو د څار بنسټ چې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ په چوکاټ کې فعالیت کوي همدارنګه غوښتنه کوي چې د کانونو په قوانینو کې باید تعدیلات راشي او د کانونو او پټرولیم په سکټور کې بنسټيزو بدلونونو ته اړتیا لېدل کېږي.