غورځنګ: پر ډیورند کرښې د موانعو په اړه توافق نه دی شوی

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، د لندن په وروستۍ ناسته کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري دموانعو د جوړولو په اړه هېڅ ډول توافق نه دی شوی.

د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند تواب غورځنګ نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان دولت د پاکستان له دغه اقدام سره مخالف دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني رسنیو ادعا کړې چې د ډيورند د کرښې په اوږدو کې چې پاکستان کومې کټارې جوړوي د دې پرېکړه د لندن په وروستۍ درې اړخیزه ناسته کې شوې ده.

پاکستان د تېرې سې شنبې په ورځ د ډيورند کرښې په اوږدو کې د ځینو موانعو په جوړولو پیل وکړ خو د افغانستان حکومت د پاکستان دغه اقدام غېر عملي او بې ‌‌نتیجې یاد کړی.