د بريتانيا صدراعظمې ترېزا مې يو ليک لاسليک کړ چې له مخې يې په رسمي ډول له اروپايي ټولنې د بريتانيا وتل پيلېږي.
د مېرمن مې دفتر د هغې يو عکس خپور کړى چې دغه تاريخي سند لاسليکوي.
دغه ليک به نن د اروپايي شورا مشر ډونالد ټوسک ته وسپارل شي.
په اروپايي ټولنه کې د بريتانيا سفير ټيم بارو به دغه ليک نن ماسپښين لاس په لاس ښاغلي ټوسک ته وسپاري.
په دې توګه به د ليزبون تړون پنځوسمه ماده عملي شي چې له مخې بهيې له اروپايي ټولنې د بريتانيا د وتلو دوه کلنه پروسه پيل شي.