سکاپاروټي اوکراین ته د درنو وسلو د استولو ملاتړ کړی

په اروپا کې لوړپوړي امریکايي جنرال یو وار بیا له روس‌پلوه بېلتون غوښتونکو سره د مبارزې لپاره د مرستې په هدف اوکراین ته د درنو وسلو د استولو ملاتړ کړی دی.

په اروپا کې د ناټو قوماندان جنرال کورټیس سکاپاروټي پرون د امریکا د سنا پوځي خدمتونو کمېټې ته وویل، باور لري چې اوکراین ته د درنو دفاعي وسلو پر استولو غور ته اړتیا ده.

د امریکا حکومت چارواکو تر اوسه اوکراین ته د ټانګ ضد راکټونو په څېر د دفاعي وسلو د استولو په اړه کانګرس او نورو ځایونو کې له غوښتنو سره مقاومت کړی دی.

د چارواکو وېره دا ده چې دا کار به د روسیې له‎خوا سیمه کې د ترینګلتیا د زیاتېدو سبب شي.

د روسیې حکومت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اوکراین څخه د کریمیا ټاپو وزمه لاندې او د روسیې یوه برخه‌یې اعلان کړه.

په عین حال کې د اوکراین ختیځ کې هم یو شمېر بېلتون غوښتونکي ډلې چې د روسیې ملاتړ ورسره دی له اوکرایني ځواکونو سره جګړه کې ښکېلې دي.