دانش: جرمني کې د طالبانو د پخواني قوماندان د نیولو هرکلی کوو

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په جرمني کې د طالبانو د یوه پخواني قوماندان د نیولو هرکلی کړی او دا یې مؤثر اقدام بللی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل، دا ډول کسان هم د افغانستان او هم د نورو هېوادونو لپاره ګواښ دی.

نجیب دانش زیاته کړه:

"له نېکه‌مرغه دې وروستیو کې د نړۍ په هر ګوټ کې د ترهګرۍ پر ضد یوه نړیواله اجماع رامنځته شوې. له همدې کبله هر ځای چې ترهګر ځان څرګند کړي یا نیول کېږي او یا ځپل کېږي."

د جرمني د فدرالي څارنوال دفتر پرون وویل چې د عبدالله په نوم‌یې ۳۰ کلن افغان د مارچ په ۲۳مه نېټه د بایرن په ایالت کې نیولی دی.

جرمني چارواکي وايي، ګومان کوي چې نیول شوی کس د افغان طالبانو یو پخوانی قوماندان دی او څو کاله مخکې یې افغانستان کې په هغه برید کې لاس درلود چې په‌کې ۱۶ افغان او امریکايي سرتېري وژل شوي وو.