عبدالله: پوهنې وزارت دې ۶ میاشتو کې ټول خالي بستونه ډک کړي

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د پوهنې له وزارته غوښتي چې راتلونکو شپږو میاشتو کې د دې وزارت ټول خالي بستونه ډک او د نویو ښوونکو د استخدام زمینه برابره کړي.

د اجرائیه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړي دا غوښتنه د پوهنې او مالیې وزارتونو له چارواکو سره په لیدنه کې کړې.

په خبرپاڼه کې د پوهنې د وزیر اسدالله حنیف بلخي له خولې ویل شوي چې په مجموعي توګه له ۴۰ زرو زیاتو ښوونکو ته اړتیا لري.

ښاغلي بلخي په دې غونډه کې ویلي چې په ۱۳۹۶ هـ ل کال کې باید ۱۶ زره ښوونکي استخدام شي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون تېر کال اعلان کړی و چې د پوهنې وزارت کې ۱۳ زره پوستونه خالي دي.