د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ اړوند د کونړ پر سيند تېر شوی د کاشکوټ پُل شااوخوا درې کاله وشو چې پر ملا مات او پايې يې له ځمکې ختلې دي.
د سیمې خلک وايي، د دې پله د ماتېدو شااوخوا درې کاله پوره کېږي خو حکومتيې غږ نهاوري.
پر دې پله تګ راتګ د مرګ سره لوبې دي خو د سیمې خلک وايي، دوی مجبوره دي ځکه د کاشکوټ کلی او د خاص کونړ ځينې سیمې د همدې پله له لارې د کونړ عمومي سړک سره نښلېدلي دي.
دوی له ولایتي ادارې غوښتنه کوي چې د دې پله دې ژر تر ژره غم وخوري:
"زما نوم رحمت جان دی د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکی، د دې پله د خرابېدو تقریباً درې-څلور کاله کېږي چې خراب شوی دی او حکومتيې غم نهخوري، موټرو ته هم مشکلات دي په دې پله ځي راځي ټول خطر دی."
"خان ولي، ډېر وخت وشو چې دا پُل همداسې خراب دی خو څوک زموږ غږ نهاوري خلک له ګڼو مشکلاتو سره مخ دي باید ژر تر ژره جوړ شي."
د دې سیمې یو تن اوسېدونکی انجنير اغا ګل شاهد وايي، لومړیو کې د دې پله یوازې یوه پایه ناسته وه چې دوی هماغه وخت خپل غږ د فواید عامې تر وزارته ورساوه خو په خبرهيې چا پرې غور ونهکړ او اوس اتیا فیصده نور هم تخریب شوی دی.
نوموړی وايي:
"دا پُل چې جوړ شو د جوړېدو نه دوه کاله وروسته د دې پله یوه پایه لهمنځه لاړه هغه وخت موږ تر وزارت پورې عریضې او غوښتنلیکونه ورسول بس وعدې راکوي چې نن د سروې ټيم درځي او سبا درځي خو تر اوسه څوک نهدي راغلي او اوس خو بېخي له کاره لوېدلی دی موټر هم ورباندې ځي راځي او خلک هم تګ راتګ پې کوي چې دا ټوله د مرګ سره لوبه ده."
بلخوا د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، د دې پله مسئله ولايتي ادارې ته رسېدلې او ولایت مقام د فواید عامې ریاست ته دنده سپارلې چې د یاد پُل ستونزه جدي ونیسي او د بيا جوړونې لپاره خپل وزارت ته وړاندیز وکړي.
نوموړی وايي:
"د دې پُل چارې پخوا وختونو کې نيمګړې ترسره شوې وې سم کار يي نهو شوی اوس ولایت مقام د فواید عامې ریاست ته دنده سپارلې چې د دې پله په اړه دقیقه سروې وکړي د هغه شرکت نه باید پوښتنه وکړي او دارنګه د بیا جوړېدو لپاره دې وزارت ته وړاندیز وکړي چې بودجه ورته منظور شي."
که څه هم په تېرو ۱۴ کلونو کې په هېواد کې په پراخه کچه سړکونه او پلونه جوړ شوي خو د خلکو په خبره د پروژو په تطبیق کې پراخ فساد د دې لامل شوی چې اوس اکثراً سړکونه کنډواله او ځينې پلونه په ملا مات پراته دي.
راپور: شاهمحمود شینواری