پوتین: ایران د مسکو یو کلک شریک دی

د روسيې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، ایران د مسکو یو کلک شریک دی.

ولسمشر پوتین نن په مسکو کې له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره تر خبرو مخکې خبریالانو ته وویل:

"موږ دقیقاً په هره برخه کې له یو بل سره همکاري کړې ده، لکه نړیوال مسایل د لویو او بېړنیو ستونزو حل کول او په اقتصاد برخه کې همکاري زموږ کارونه ګټور وو."

د ایران ولسمشر حسن روحاني ټینګار وکړ چې تهران او مسکو په سیمه کې د امنیت او ثبات غوښنونکي دي.

د ایران ولسمشر پرون د روسيې له صدراعظم دیمتري میدودیف سره هم کتنه وکړه.

راپورونه وايې چې د ایران او روسيې مشران ایران ته وسلو او پوځي تجهیزاتو د ورکولو او د ایران د انرژۍ په برخه کې د روسيې د پانګونې او نورو مهمو مسلو په اړه خبرې کوي.