د ازادي راډیو د روسي څانګې دوه خبریالان نن د دې هېواد په جنوب کې د مخ پټو برید کوونکو لهخوا وهل شوي او کاري او شخصي وسایليې ترې غلا کړي دي.
پر سرګي خازفوف او اندري کوستیانوف په کروپوتکین سیمه کې سهار مهال کله چې له هوټل څخه وتل یو شمېر کسانو برید وکړ.
دې دواړو خبریالانو غوښتل چې په سیمه کې د بزګرو د یوې مظاهرې پوښښ وکړي.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو عمومي رئیس توماس کېنټ دا برید د نهمنلو وړ عمل بللی دی او د دې پېښې د پوره تحقیقاتو غوښتنهيې کړې ده.