د وتلي افغان ژورنالېست او طنز لیکونکي جلال نوراني جسد نن په کابل کې خاور ته وسپارل شو.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند نن ازادي راډیو ته وویل چې جلال نوراني تېره ورځ د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړه.
ښاغلي مومند زیاته کړه:
"د هېواد وتلي لیکوال، د ژورنالیزم د ډګر مخکښ او طنز لیکونکي جلال نوراني پرون له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې."
ارواښاد جلال نوراني د هېواد په بېلابېلو رسنیو کې کار کړی و او د حامد کرزي په حکومت کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت سلاکار پاتې شوی.