د ایران ولسمشر حسن روحاني نن په مسکو کې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ویني.
ټاکل شوې ده چې دواړه مشران تهران ته د روسيې د وسلو د پلورلو او د ایران د انرژۍ په سکټور کې د روسيې د پانګونې په اړه خبرې وکړې.
حسن روحاني پرون په مسکو کې د روسيې له صدراعظم دیمیتري مېدوېدېف سره وکتل.
مېدوېدېف له روحاني سره په ګډه خبري غونډه کې وویل مسکو ته د ایران د ولسمشر دا سفر به د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ نوی دور پیل کړي.