يو وار بیا د ننګرهار په مومندرې، نازیانو او لعلپورې ولسواليو راکټي بریدونه شوي دي.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د دې ولایت اړوند د ډيورند کرښې ته پر نېږدې ولسواليو یو وار بیا پاکستاني ځواکونو د هاوان او راکټي بریدونه کړي.
د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دغه بریدونه چې یوازې ۳۰ انداخت د هاوان دي د دې ولایت په مومندرې، نازیانو او لعلپورې ولسوالیو بېلابېلو سیمو باندې توغول شوي دي.
نوموړی وايي، په دې بریدونو کې چاته ځاني زیان نهدی اوښتی.