د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د وېډیو کنفرانس له لارې له خپل امریکایي سیال مک ماسټر سره د افغانستان د امنیت او له ترورېزم سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا له دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه یو ساعته خبرو کې د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ پر دوه اړخیزو سیاسي او امنیتي اړیکو او د همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی.
په خبرپاڼه کې راغلي دواړو لورو، د یادو موضوعاتو په اړه خپل نظریات شریک کړل او هوکړه وشوه چې د تخنیکي کچې کاري ډلې د هوکړه شویو موضوعاتو د تطبیق په اړه دوه اړخیزې مخامخ ناستې وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي د افغانستان او متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکارانو تر منځ به د همغږۍ دا مجلسونه په راتلونکي کې هم دوام ولري.