د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ لوبډلو ۴ ورځنۍ سیالۍ پیل شوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو تر منځ څلور ورځنۍ سیالۍ پیل شوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مرستیال عزیزالله فضلي نن ازادي راډیو ته وویل، که افغانستان دغه سیالۍ وګټي ۱۵ امتیازونه ترلاسه کوي او د نړیوالو څلور ورځنیو لوبو وروستي پړاو ته لار پیدا کوي.

د دغې سیالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او په توپوهنه‌یې پیل وکړ.

ایرلنډ لوبډله د افغان لوبډلې په پرتله ۱۹ امتیازونه څلور ورځنیو نړیوالو سیالیو ته نېږدې ده.

له دې وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې په روانه میاشت کې په درې شل اوریزو او ۵ یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې ایرلنډ ته ماته ورکړې ده.