د اداري فساد تورونو او له دندې څخه ناوړه ګټې اخیستنې د هلمند ولایت د ۲۱۵ میوند قول اردو پخوانی قوماندان توقیفخانې ته ولېږه.
د افغانستان د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د اداري فساد په وړاندې د ځانګړي عدلي او قضایي مرکز د څارنوالۍ د حکم سره سم د ۲۱۵ میوند قول اردو پخوانی قوماندان محمد معین فقیر د دوشنبې په ورځ په اداري فساد کې د لاس لرلو په تور توقیف شو.
ښاغلي رسولي وویل:
"هغه تورونه چې د هلمند ولایت د ۲۱۵ میوند قول اردو پر پخواني قوماندان لګول شوي هغه اختلاس او له دندې څخه ناوړه ګټه اخیستل دي، تحقیقات په لومړي پړاو کې دي چې په لړ کې بهیې د څېړونکي پلاوي لهخوا ټول هغه موارد روښانه شي چې دغه غیر قانوني عملیې څه وخت، څه ډول او څنګه ترسره کړی."
د اداري فساد پر وړاندې د عدلي او قضایي مرکز څارنوالي د څارنوالۍ او ځانګړو پولیسو څانګې لري.
دغه بنسټ دنده لري چې د اختلاس یا بډې اخیستنې موارد او د اداري فساد په وړاندې دوسیې وڅېړي.
تر دې دمه یاد بنسټ د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي نیولي او مجازات کړي یې دي چې پهکې یو شمېر امنیتي مسؤلین هم شامل دي.
د دغو مواردو له ډلې یو هم د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو د ارزونې کمېټې د مسؤل مجازات کول و چې د فیډلس په نوم د یوه امریکايي شرکت څخه د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو بډې اخیستنې او له خپلې دولتي دندې څخه په ناوړه ګټې اخیستنې تورن او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د محکمې له لوري په ۱۴ کاله تنفیذي بند او ۱۸ زره افغانۍ نقدي پیسو جریمه شو.
خو ایا د غیر دولتي بنسټونو له نظره د اداري فساد پر وړاندې عدلي او قضایي مرکز وکړای شول چې د اداري فساد پر وړاندې لويې دوسيې وڅېړي؟
افغانستان کې د شفافیت د څار ټولنې رئیس سید اکرام افضلي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم تائید کړه چې یاد مرکز دې وروستیو کې یو شمېر لويې دوسيې وڅېړلې خو د نوموړي په خبره دغه مرکز باید هغه مسؤلین چې حکومت کې برحاله دنده لري او د فساد لويې دوسيې لري هم تر څېړنو لاندې ونیسي.
ښاغلي افضلي زیاته کړه:
"ټول هغه کسان چې په سیاسي قدرت کې ونډه لري، له دوی څخه هم باید تحقیق وشي، اکثره لويې دوسيې د هغو کسانو دي چې حکومت کې دننه سیاسي ملاتړ لري."
ښاغلی افضلي وایي چې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه باید سرتاسري وي او حکومت باید یوازې د پخوانیو دوسیو پر څېړلو بسنه ونهکړي.
د نوموړي په خبره باید کوښښ وشي چې حکومت کې دننه یو شمېر کړۍ د عدلي او قضایي مرکزونو څخه سیاسي ګټه پورته نهکړي او دغه مرکز لکه څنګه چې لازمه ده هغه ډول خپل کار مخته یوسي او له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او اداري فساد موارد له رېښو نه وچ کړي.
راپور: سباوون کاکړ