د لغمان سیمهییز چارواکي وايي چې په یاد ولایت کې د طالبانو مشهور قوماندان وژل شوی او درې تنه نور وسلهوال زخميان شوي دي.
د لغمان ولایتي چارواکي وايي، تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د قرغيو ولسوالۍ اړوند د چهار باغ په سیمه کې عمليات ترسره کړي چې په پایله کې د وسلهوالو طالبانو یو مشهور قوماندان نصير احمد وژل شوی او د هغه له ځای څخه یوه اندازه وسلې هم نیول شوې دي.
د ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادي راډيو ته وويل په ورته وخت کې د لغمان مرکز اړوند د شمټۍ، بدیع اباد او الیشنګ په استقامت د افغان امنيتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو تر منځ په نښتو کې درې تنه وسلهوال طالبان زخميان شوي هم دي.
وسلهوالو طالبانو د دواړو پېښو په تړاو تر اوسه رسنیو ته څه نهدي ویلي.