رسولي: له جنرال معین فقیر څخه څېړنې پيل شوي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو له پخواني قوماندان جنرال معین فقیر څخه څېړنې پيل شوې دي.

د دغې ادارې ویاند جمشید رسولي نن ازادي راډیو ته وویل چې پر نوموړي باندې د اداري فساد او له دندې څخه د ناوړې استفادې تورونه دي چې د اداري فساد پر ضد عدلي او قضايي مرکز کې به په جدي ډول تعقیب شي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې محمد معین فقیر دوه ورځې وړاندې نیول شوی دی.