د جوزجان امنیتي چارواکي وايي چې د اقچې ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو مشر د وسلهوالو طالبانو په حمله کې ووژل شو.
د دغه ولایت د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي نن ازادي راډیو ته وویل چې پر مرتضی تېر ماښام د اقچې په بازار کې حمله شوې ده.
عبدالحفیظ زیاتوي چې په دغه حمله کې د مرتضی دوه ساتونکي او یو ملکي کس هم ټپيان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.