د کندهار سیمهییز چارواکي وايي چې تېره شپه خاکریز ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسلهوالو طالبانو تر منځ جګړه شوې چې تلفات هم لري.
د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو سره په خبرو کې په جګړه کې دواړو خواوو ته اوښتي تلفات تائید کړي، خو په اړهیې جزئیات نهدي ورکړي.
بلخوا په کندهار کې یوې امنیتي سرچینې د دغې نښتې په اړه ازادي راډیو ته وویل چې وسلهوالو طالبانو د ملي اردو په یو مرکز حمله کړې ۱۰ سرتېري یې وژلي او ۴ نور یې ټپيان کړي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ويلي.