افغان ولسمشر: د ناټو تړون پوځي او مالي همکاریو ته اړتیا لرو

افغان ولسمشر وايي، د ترورېستي ډلو د ځپلو لپاره افغان امنیتي ځواکونه د ناټو تړون پوځي او مالي همکاریو ته اړتیا لري.

محمد اشرف غني دا څرګندونې پرون ارګ کې د افغانستان لپاره د ناټو له نوي ملکي استازي زیمرمن سره په کتنه کې وکړې.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايې د ناټو ملکي استازي له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو څخه د ناټو تړون پر دوامداره همکارۍ او ملاتړ ټینګار وکړ.

ښاغلي زیمرمن وویل دی به د افغان حکومت او د ناټړ تړون تر منځ د اړیکو د لانور ټینګښت او پراخوالي لپاره کار وکړي.