فراه کې د وینې ورکولو درې ورځنی کمپاین روان دی

په فراه ولایت کې امنیتي ځواکونو او عاجلو ناروغانو ته د وینې ورکولو درې ورځنی کمپاین روان دی.

د فراه چارواکي وايي، تر اوسه پورې د دې ولایت مدني فعالانو او ځوانانو شااوخوا ۱۰ زره سي سي وینه ورکړې ده.

فراهي ځوانان وايي، غواړي د خپلو وینو په ورکولو سره د هېواد د سرتېرو او هغو ناروغانو ژوند وژغوري چې وینې ته اړتیا لري.

د فراه د ولایتي روغتون مشر د مدني فعالانو او ځوانانو له دې کمپاینه خوښي څرګنده کړې ده او وايي چې د دوی د وینې بانک په دې وروستیو کې د وینې له کمښت سره مخ و چې دا کمپاین به‌يې اړتیاوې پوره کړي.