د روسيې دفاع وزارت وايي، مسکو له طالبانو سره هېڅ ډول پوځي مرسته نهده کړې.
د روسيې رسنیو پرون د دې هېواد د دفاع وزارت د ویاند ایګور کونا شینکوف له قوله وویل چې روسیه له طالبانو او هغو ډلو سره چې ملګرو ملتونو ترورېستي سازمانونه ګڼلي دي، پوځي مرسته نهکوي.
د کونا شینکوف په وینا روسیې د امریکا پر خلاف هېڅکله له ترورېستي ډلو سره اړیکه او پوځي همکاري نهده لرلې.
د نوموړي په خبره د مسکو تګلاره دا ده چې افغانستان کې له طالبانو او کومې ترورېستي ډلې سره باید پوځي مرسته ونهشي.
تر دې مخکې په اروپا کې د ناټو یو لوړ رتبه امریکايي روسیه تورنه کړې وه چې له طالبانو سره پوځي همکاري کوي.