عراق کې له ائتلاف څخه د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنې

د بخښنې نړیوال سازمان امنېسټي انټرنېشنل د امریکا په مشرۍ پر نړیوال ائتلاف چې د عراق په موصل ښار کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد پوځي عملیات کوي غږ کړی دی چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونیسي.

د بشري حقونو دې مدافع ټولنې پرون وروسته له هغه په دې اړه خپل نوی راپور خپور کړ چې امریکايي چارواکو په موصل ښار کې د مارچ د اوولسمې نېټې په هوايي حمله کې د ائتلاف لاس لرل ومنل.

د بخښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې په دې هوايي حمله کې تر یو نیم سل تنو پورې ملکي وګړي وژل شوي دي.

امریکايي چارواکي چې د دې پېښې په اړه‌یې تحقیقات پیل کړي دا نه‌تائیدوي چې په دې بمبارۍ کې به ملکي خلک وژل شوي وي.

د امنېسټي راپور وايي، د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوي کې د احتیاطي تدابیرو له پامه غورځول له نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه ده.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د هغو عراقي ځواکونو د عملیاتو هوايي ملاتړ کوي چې په موصل ښار کې د داعش ډلې پر ضد عملیات کوي.

دا عملیات په فبروري میاشت کې پیل شول. دولتي ځواکونو د موصل نیمايي ختیځه برخه په جنوري میاشت کې ونیوله.