د څه باندې سلو هېوادونو استازو پرون د اټمي وسلو د بندیز په اړه د بحث لپاره د ملګرو ملتونو په مقر کې غونډه وکړه، خو د نړۍ لویو قدرتونو دا غونډه تحریم کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ۱۲۳ غړو هېوادونو استازي غواړي د هغه څه په اړه بحث وکړي چې دوی یې پر اټمي وسلو د قانوني-جبري بندیز تړون بولي، خو متحدi ایالاتو، روسیې، چین او د اټمي وسلو لرونکو نورو هېوادونو دا خبرې اترې تحریم کړې دي.
واشنګټن ویلي دي چې بندیز د حل لاره نهده او نړیواله ټولنه باید دې برخه کې تدریجي اقدامات وکړي.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي د دې غونډې له پیل مخکې وویل چې پر اټمي وسلو یو مخیز بندیز به هغه هېوادونه بېوسلې کړي چې د سولې او مصونیت لپاره کار کوي او برعکس د بدو نیتونو لرونکي هېوادونه بهیې پر ځان عملي نهکړي.
پر اټمي وسلو د نړیوال بندیز پلویان وايي، د یوې فاجعې خطر د شمالي کوریا د اټمي کړکېچ او په واشنګټن کې د داسې ادارې له واکمنېدو سره زیات شوی چې اقداماتیې د اټکل وړ نهدي.