د روسيې يوې محکمې د اپوزېسيون مشر او د اداري فساد ضد فعال الکسي ناوالني د پوليسو له امر څخه د سرغړونې په تور په پنځلس ورځني بند محکوم کړ.
دى پرون د مسکو په مرکزي برخه کې د مظاهرې ساحې ته نېږدې ونيول شو.
تر دې مخکې ناوالني په شل زره روبلو چې درې نيم سوه ډالره کېږي په مسکو کې د پرونۍ غیر مجازې مظاهرې د تنظيم له کبله جريمه شو.
ناوالني د مسکو په دې محکمه کې له خبريالانو سره په خبرو کې وويل:
"پرونيو جرياناتو څرګنده کړه چې په روسيه کې ګڼ شمېر رأيه ورکوونکي د داسې کانديد د پروګرام ملاتړ کوي چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې غوښتونکى دى."
ناوالني په ډسمبر مياشت کې اعلان کړى و چې غواړي د جمهوري رياست راتلونکو انتخاباتو ته ځان کانديد کړي.
پوليسو پرون ناوالني په داسې حال کې ونيوه چې د روسيې په نېږدې سلو ښارونو او ښارګوټو کې زرګونه کسانو مظاهره وکړه.
د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې په روسيه کې د سلګونه مظاهرهچيانو نيول غندلي او په عاجل ډوليې د دوى د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.