اماني: د سرپل کوهستاناتو کې سخت درځي له مدرسو پوځي کار اخلي

د سرپل ولايت چارواکي وايي، په کوهستانات ولسوالۍ کې بېلابېلې سخت دريځې ډلې له مدرسو او جوماتونو د پوځي روزنې لپاره کار اخلي.

د سرپل د والي وياند ذبيح‌الله اماني ازادي راډيو ته وويل:

"دوى نه‌يوازې له مدارسو، مساجدو او منابرو د روزنيزو مرکزونو په توګه کار اخلي، بلکې په ځينو مواردو کې په دې هدف له ښوونځيو هم ګټه اخلي."

د سرپل د والي وياند ګاونډي هېوادونه او د سيمې استخبارات تورن کړل چې له دغو مراکزو د پوځي روزنو په توګه په استفاده کې همکاري کوي.