دفاع وزارت: ډګر جنرال محمد معين فقير به تر نظارت لاندې وي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د ٢١۵ ميوند قول اردو پخوانى قوماندان به تر نظارت لاندې وي.

ډګر جنرال محمد معين فقير د لويې څارنوالۍ د درنو جرمونو په وړاندې د مبارزې د عدلي او قضایي څارنوالۍ له‌‎خوا تورن شوى دى.

دفاع وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي چې ښاغلى فقير به د همدې څارنوالۍ تر نظارت لاندې وي.