بحرین وايي، یوه څوارلس کسیزه تروريستي ډلهیې شنډه کړې ده.
د بحرین د کورنیو چارو وزارت پرون وویل د دې ډلې غړي د ايران د سپاه پاسداران انقلاب، د عراق د کتائب حزبالله شيعه ملېشه ډلې لهخوا او هم په بحرين کې روزل شوي وو.
دغه وزارت وايي، د دې ډلې غړي د بحرين د دوو اوسېدونکو لهخوا تمويل کېدل چې دواړه ايران ته تښتېدلي دي.
چارواکي وايي دغه نيول شوي مشکوک کسان د فبرورۍ په وروستيو کې پر يوه بس موټر په بمي حملې تورن دي چې پنځه پوليسيې ټپيان کړي وو.
د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت وايي نيول شوي کسان پر عالي رتبه دولتي چارواکو د حملو په پلان هم تورن دي.