د روسيې د اپوزېسيون مشر الکسي ناوالني نن د رسمي تورونو له کبله د مسکو يوې محکمې ته حاضر کړاى شو.
د روسي رسنيو د راپور له مخې د اداري فساد ضد دغه فعال د داسې غیر مجازې مظاهرې په تنظيم تورن دى چې د عامه نظم د ګډوډۍ سبب کېږي.
ناوالني ښايي په څه باندې ١۵ ورځني بند او جريمې محکوم شي.
د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې په روسيه کې د سلګونه مظاهرهچيانو نيول غندلي او په عاجل ډوليې د دوى د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، واشنګټن د ناوالني په نيول کېدو خواشينى شوى دى.
د دغه وزارت وياند مارک ټونر پرون په يوه اعلاميه کې وويل:
"موږ د روسيې له حکومت څخه د ټولو سولهييزو مظاهرهچيانو د خوشې کېدو غوښتنه کوو."
پوليسو پرون ناوالني په داسې حال کې ونيوه چې د روسيې په نېږدې سلو ښارونو او ښارګوټو کې زرګونه کسانو مظاهره وکړه.
په کراس-نويارسک ښار کې مظاهرهچيانو شعار ورکاوه:
"روسيه له پوتين پرته"
دا په وروستيو کلونو کې په روسيه کې تر ټولو پراخې مظاهرې ګڼل شوې دي.