د بلاروس د اپوزېسيون مشر ميکالاى ستات-کېويچ «Mikalay Statkevich» چې درې ورځې لادرکه و، بېرته خپل کور ته ستون کړاى شوى دى.
ستات-کېويچ نن خبريالانو ته وويل چې درې ورځې يې د امنيتي خدماتو ادارې يا « KGB» په يوه توقيفځاى کې تېرې کړې دي.
دى چې د جمهوري رياست پخوانى کانديد دى، په ٢٠١٠ میلادي کال په پلازمېنه مېنسک کې تر پراخو مظاهرو وروسته ونيول شو او پنځه کالهيې په بند کې تېر کړل.
ستات-کېويچ د شنبې سهار وختي، وړاندې تر دې چې په مېنسک کې «د ازادۍ ورځې» په کلني مارش کې برخه واخلي لادرکه شو.
بلوا ضد پوليسو په تاوتريخوالي سره هغه مارش تيت و پرک کړ.
د بلاروس مخالف سياستوال ميکالاى ستات-کېويچ هيله ښودلې چې ټول نيول شوي فعالان به چې ګومان کېږي شمېر بهيې سلګونو ته رسېږي ډېر ژر خوشې شي.