د امریکا متحده ایالاتو په روسیه کې د پرونیو مظاهرو په ترڅ کې د سلګونه کسانو نیول کېدل غندلي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر ویلي واشنګټن د دې روسي سیاستوال او د فساد پر ضد د مبارزې د فعال نیول کېدو اندېښمن کړی.
ټونر د روسیې له حکومت څخه وغوښتل چې د دې سولهییزو مظاهرو ټول نیول شوي ګډونوال دې خوشې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه زیاته کړه:
"د سولهییزو مظاهرهچیانو، د بشري حقونو د څارونکو او خبریالانو نیول د ډموکراسۍ د اساسي ارزښتونو څخه مخالفت دی."
الکسي ناوالني چې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د مسکو د ښاروالۍ انتخاباتو ته کاندید و اعلان کړی چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې به د روسیې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ځان کاندید کړي.
نوموړي تر نیول کېدو وروسته پر خپل ټویټر ولیکل:
"نهشئ کولای هغه ټول کسان ونیسئ چې د فساد مخالف دي، موږ په میلونونو کسان یوو."
پرون د روسیې په څو ښارونو کې په زرګونه اعتراض کوونکي لارو کوڅو ته راووتل چې روسي چارواکو د الکسي ناوالنی په شمول سلګونه تنه ونیول.