د ایران ولسمشر نن روسیې ته دوه ورځنی سفر پیلوي

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن روسیې ته دوه ورځنی سفر پیلوي.

تمه کېږي چې په دې سفر کې به حسن روحاني له خپل روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره وګوري.

د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا راپور ورکړی چې روحاني او پوتین تر دې مخکې لږ تر لږه اته ځلې خپلو کې لیدلي دي.

روسي چارواکو ویلي، دواړه مشران به پر تجارتي، اقتصادي او د انرژۍ په برخه کې په همکاریو خپلو کې خبرې وکړي.

د سوریې پر جګړه او په عمومي توګه د منځني ختیځ پر وضعیت بحث هم د دواړو مشرانو د خبرو اترو په اجنډا کې شامل دی.

ایران او روسیه دواړه په سوریه کې د بشارالاسد رژیم ملاتړ کوي.

خو د امریکا متحده ایالات او لوېدیځ متحدان‌یې بیا د سوریې د رژیم د مخالفو وسله‌والو ملاتړ کوي.