د هرات د ولایتي شورا مشر په ۲ کاله او ۶ مياشتو بند محکوم شو

د هرات د ولایتي شورا مشر په دوه کاله او شپږو مياشتو بند محکوم شو.

کامران علیزي نن کابل کې د اداري فساد د درنو جرمونو د ابتدائیه محکمې له لوري له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په جرم محاکمه شو.

دغې محکمې تېره ورځ هم څلور پخواني حکومتي چارواکي د اختلاس، بډې اخیستلو او له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په جرم په کلونو بند او نقدي جرایمو محکوم کړل.