ملي امنیت: سیمه کې د ترورېستانو سیاست کې بنسټیز بدلون راغلی

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئيس وایي، په سیمه کې د ترورېستانو په سیاست کې بنسټیز بدلونونه راغلي دي.

معصوم ستانکزي نن د ولسي جرګې په استیضاحیه غونډه کې وویل، دغه مسئله د حکومت د سرګردانۍ او اختلافاتو لامل شوې ده.

د ولسي جرګې لوړ رتبه امنيتي چارواکي په افغانستان کې د وروستيو ناامنيو او د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون د وروستۍ حملې په تړاو استيضاح کړي دي.