د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین وايي چې دغه ولایت کې په ۱۳۹۵ کال کې د صادراتو کچه کې ۳۰ فیصده زیاتوالی راغلی دی.
د دغې خونې مشر نصیر عالمیار د دوشنبې په ورځ د بزګر ورځې په لمانځغونډه کې وویل چې یوازې د ۱۷ میلیونه ډالرو په ارزښت پاکستان ته صادرات شوي دي.
نوموړی وايي چې تر ډېره حده دغه صادرات د تازه او وچې مېوې برخه کې وو.