مالیې وزارت: چین غواړي افغانستان کې پانګونه وکړي

د افغانستان د مالیې وزارت مسؤلین وايي چې چین غواړي افغانستان کې د بنسټیزو پروژو د پلي کېدو برخه کې پانګونه وکړي.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د مالیې وزیر د چین په بوائو ښار کې د اسیا کلني کنفرانس کې تر ګډون وروسته په دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو، ګډې پانګونې، د بنسټیزو پروژو پر لومړیتوبونو، د یوې لارې-یو کمربند طرحې او د افغانستان پر وړاندیزونو خبرې وکړې.

عبدالرحیمزی وايي چې د یوې لارې-یو کمربند طرحه چې د ورېښمو لار د اقتصادي لارې برخه ګڼل کېږي د اقتصادي سکټور، صادراتو او وارداتو برخه کې ستره مرسته کوي.