د کورنيو چارو، دفاع وزيران او د ملي امنيت رئيس استيضاح شول

د افغانستان ولسي جرګې نن د کورنيو چارو او دفاع وزيران، دغه‌راز د ملي امنيت عمومي رئيس استيضاح کړي.

د ولسي جرګې نايب منشي عرفان‌الله عرفان دا څرګندونې نن له ازادي راډيو سره په مرکه کې وکړې.

دغه درې لوړرتبه امنيتي چارواکي په افغانستان کې د وروستيو ناامنيو او د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون د وروستۍ حملې په تړاو استيضاح کېږي.

نېږدې شل ورځې مخکې کابل کې پر دغه پوځي روغتون حملې شااوخوا ٥٠ کسان ووژل او په لسګونو نور یې ټپيان کړل.