د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړی چې له ترورېزم سره په مبارزه کې له افغانستان سره همکاري کوي.
د ارګ خبرپاڼه وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون یکشنبه د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیر بورېس جانسون سره پر سیمهییز امنیت او سیاسي حالاتو ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر غني لندن کې وروستۍ حملې ته په اشاره چې مسؤلیتیې داعش واخیست، ویلي چې ټول باید له ترورېزم سره مبارزه وکړي.
دواړه خواوو د کابل او لندن تر منځ د اړیکو پراختیا د افغانستان او سیمې په ګټه بللی دی.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره د خپل حکومت پر تعهد ټینګار کړی دی.