د افغان حکومت ۴ پخواني لوړ رتبه مأمورین محاکمه شول

په افغانستان کې د اداري فساد اړوند درنو جرمونو ابتدائیه محکمې پرون یکشنبه د حکومت ۴ پخواني لوړ رتبه مأمورین محاکمه کړل.

د محکمې مشر قاضي شیر اقا منیب د ښار او کور جوړونې وزارت پر پخواني مالي او اداري سلاکار محمد امین قانع او پخواني مالي رئیس سیدامان الله سادات د اختلاس، رشوت او له کاري صلاحیته د ناوړه کار اخیستلو په جرم، د ۲۰ کاله تنفیذي بند حکم وکړ.

محکمې د افغانستان د کور جوړونې تصدۍ پخوانی رئیس احمد نواز بختیار او د تصدۍ د پلان پخوانی امر محمد یعقوب ابراهیمي له کاري صلاحیته د ناوړه کار اخیستلو په جرم په اووه کاله تنفیذي بند محکوم کړل.

د اداري فساد اړوند، د درنو جرمونو د ابتدائیه محکمې مشر شیر اقا منیب د حکم تر اعلان وروسته وویل:

"دا حکم قطعي نه‌دی، که تاسو قناعت ونه‌لرئ، د قانون له مخې، ستاسو د استېناف حق خوندي دی."

پر مجرمینو دولت ته د مالي زیان رسولو له امله د نقدي جریمې ورکولو حکم هم وشو.