د اوکراین دفاع وزارت وايي، په ختیځ ښار دونباس کې د یوه پوځي هليکوپټر د سقوط له امله پنځه تنه وژل شوي دي.
د اوکراین دفاع وزارت وویل چې دا پېښه پرون یکشنبه د کراماتورسک سیمه کې وشوه چې د روسیې د پلویانو، بېلتون غوښتونکو ملاتړ پهکې زیات دی.
د اوکراین د دفاع وزارت په وینا، په دې پوځي هليکوپټر کې دوه پيلوټان او درې پوځيان سپاره وو.
ویل کېږي چې دې هليکوپټر د برېښنا له مزو سره د لګېدو له امله سقوط کړی دی.
د اوکراین پوځ له تېرو درېیو کلونو راهیسې ختیځ کې له هغو بېلتون غوښتونکو سره په جګړه کې ښکېل دی چې روسیهیې ملاتړ کوي.
د اوکراین ختیځ کې د روانې جګړې له امله تر ۹۷۰۰ تنه زیات خلک وژل شوي او سلګونه زره اوکراینیان بېکوره شوي دي.