جرمني کې "کرسټین ډموکرات" ګوند ټاکنو کې خپل موقف ټینګ کړ

د جرمني د صدراعظمې "کرسټین ډموکرات" ګوند په مهمو ایالتي ټاکنو کې خپل موقف ټینګ کړ او د انګلا مېرکل لپاره‌یې د صدارت د څلورمې دورې د ګټلو امکان زیات کړ.

په جرمني کې به سږ کال په نومبر کې انتخابات وشي، خو تر هغه مخکې درې ایالتي ټاکنې کېږي.

د جرمني په لوېدیځ ایالت سارلنډ کې ایالتي ټاکنې پرون یکشنبه وشوې.

د جرمني ملي ټلوېزیون "ای، ار، ډي" پرون د لومړیو ایالتي انتخاباتو، ابتدايي پایلې اعلان کړې او څرګنده شوه چې په سارلنډ کې د مېرمن مېرکل ګوند ملاتړ چې پخوا په سلو کې ۳۵ و، سږ کال په سلو کې ۴۱ دی.

په سارلنډ کې په پرونیو ټاکنو کې څرګنده شوې چې د اپوزېسیون "سوسیال ډموکرات" ګوند او "زرغون ګوند" ملاتړ کم شوی دی.

په جرمني کې رأی ورکوونکي او په عمومي ډول، د اروپا ډېر خلک دې ته ګوري چې انګلا مېرکل څلورم وار د صدراعظم څوکۍ ته ټاکل کېږي که نه؟

په داسې حال کې چې بریتانیا له اروپايي اتحادیې د وتلو تیاری نیسي او فرانسه د جمهوري ریاست له پېچلو انتخاباتو سره مخامخ ده، د اروپا اتحادیه او ناټو مېرمن مېرکل د اروپا د یووالي د ملاتړ او ساتنې اتله ګڼي.