د بلغاریا انتخاباتو کې بویکو بورېسوف ګوند مخکې دی

په بلغاریا کې د تېرې ورځې انتخاباتو لومړنۍ پایلې څرګندوي چې د پخواني صدراعظم بویکو بورېسوف ګوند مخکې دی.

د بلغاریا پخوانی صدراعظم بویکو بورېسوف د غرب له پلویانو و.

په هغه هېواد کې چې د ناټو او اروپايي اتحادیې غړی دی، پروني انتخابات په دقت څارل کېږي څو وکتل شي چې د روسیې د پلویانو سوسیالیست حزب د بورېسوف غرب پلوي ګوند ته ماتې ورکولای شي که نه؟

بلغاریا کې د الفا په نوم څېړنیزې ادارې د نظر پوښتنو پر اساس ویلي چې د بورېسوف ګوند به څه باندې ۳۲ او سوسیالیست ګوند به څه باندې ۲۸ فیصده رأیې وګټي.