د ولسي جرګې اداري پلاوی: د دایمي غایب وکیلانو امتیازونه دې سلب شي

Your browser doesn’t support HTML5

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د جرګې یو شمېر غړي دایمي غیر حاضر وي او یا هم عمومي ناستو کې ګډون نه کوي. د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړو د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، علم خان ازادي، اسحق رهګذر، عزت الله عاطف، سید منصور نادري، فریدون مومند او امان الله ګذر د جرګې هغه غړي دي چې ډېر کله په عمومي ناستو کې حضور نه لري.