د تخار امنيتي چارواکي وايي، د محلي پوليسو د يوه قوماندان په ډزو درې ملکيان وژل شوي دي.
د پوليسو د ٨٠٨ زون قوماندانۍ وياند محفوظالله اکبري نن يکشنبه رسنيو ته وويل چې نن ماسپښين د تخار په اشکمش ولسوالۍ کې د محلي پوليسو برحال قوماندان پير سيد مقتدر، د ځمکې پر سر د لانجې پر مهال ډزې کړي چې له کبلهيې ٣ تنه ملکيان وژل شوي او ٤ نور ټپيان شوي دي.
ښاغلى اکبري وايي چې پوليس د پېښې سيمې ته رسېدلي او قضيه څېړل کېږي.